ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د افغانستان طلوع نیوز چینل د طالبانو د موقته حکومت، پیښو ته د رسیدګۍ د وزارت د یو چارواکي له قوله ویلي چې په هرات ولایت کښې د شنبې په سهار د ۶.۳ ریکټره زلزلې د مړو شمیر له ۲۴۰۰تنو اوښتی دی.
د دغه وزارت ویاند «محمد جانان سائق» همداشان وویل چې لږترلږه ۲۰۰۰ تنه نور هم د دې وژونکې زلزلې په وجه زخمي شوي دي.
هغه له دې مخکښې په یوې خبري غونډې کښې ویلي وو چې کابو ۹ زره او ۲۴۰ کسان زخمي شوي دي خو دغه رقم بیا مردود اعلان شو.
له دې مخکښې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس اکاونټ کښې د هرات د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۵۶ کسان او د زخمیانو شمیر یې ۱۲۴۰ تنه اعلان کړی و.
دافغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسی چارو مرستیال ملاعبدالغنی برادر هم له خلکو سره دخواخوږۍ د ښودلو لپاره نن هرات ته تللی دی.
ملګرو ملتو هم په دې هکله وویل: ځايي چارواکي اټکل کوي چې د ژغورنې له هلوځلو او تر کنډولو لاندې د ګیرو کسانو له رایستنې سره همهاله د مړو شمیر هم زیاتیږي.